پوسټ کوډ ۵۱۲۰۶
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۱
۱۹:۰۵
- 0 څرګندونه
- چاپ
افغان ملي امنیت د شکنجې په اړه د بشر د حقونو وروستی راپور رد کړ

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د بشر د حقونو د کابل د دفتر هغه راپور رد کړ؛ چې وايي، په تخار ولایت کې د زده کوونکو د مسمومیدو د پیښو په ارتباط له نیولو شویو تورنو کسانو څخه په شکنجې سره اعتراف اخیستل شوی دی.
ځینو رسنیو د بشر د حقونو د کابل د دفتر د مسوول ″جیمز رادهور″ له قوله وویل، داسې شواهد نشته چې وښيي په تخار کې د یوه ښوونځي نجونې زده کوونکې دې مسومې شوي وي او په دې ارتباط له نیول شویو کسانو په زور اعترافات اخیستل شوي.
د ملي امنیت عمومي ریاست د نوموړي دغه څرګندونې بې اساسه او د افغان امنیتي ځواکونو پرضد یوه رواني جګړه بللې.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په تخار، فاریاب، بامیان او جوزجان په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې په سلګونو نجونې زده کوونکې مسمومې شوي دي.