پوسټ کوډ ۵۱۰۷۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۴:۴۹

ولسمشر کرزی: نړېوال دې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

 افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن د توکیو کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې وویل: زه د افغانستان له دوستانو او همکارانو نه غوښتنه کوم چې د افغانستان خلکو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړي چې د سوله اییز، دیموکراتیک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان په لوري سفر کې له موږ سره ملګري دي او د تحول په لسیزه به کې ملموس او موثر تدابیر ونیسي.

له افغانستان سره د انکشافي مرستو لپاره د توکیو کنفرانس نن سهار د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي او د جاپان د صدراعظم یوشیهیکو نوداپه ویناوو سره رسماً پرانیستل شو.

په دې کنفرانس کې چې د نړۍ د۷۰ هېوادونو او بین المللي سازمانونو لوړ رتبه استازو ګډون کړی دی، جمهور رئیس ټینګار وکړ، ویې ویل: غواړم ددې کنفرانس لپاره زموږ د حکومت د ستراتیژیک سند مطابق د افغانستان د پراختیایي لومړیتوبونو لپاره ستاسو ملاتړ راجلب کړم.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهو رئیس د جاپان د حکومت او خلکو له کوربه توب
او دا چې په تېر کال کې د سونامي له پېښېدو سره سره، له افغانستان سره د یوه ثابت قدمه همکار هېواد پاتې شوی، مننه وکړه ویې ویل: موږ افغانان له تاسو سره په تاریخي او نږدې اړیکو ویاړو او زموږ له هېواد سره ستاسو له ټولو مرستو نه مننه کوو.

جمهور رئیس زیاته کړه: د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې په بن کې او د ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کې په شیکاګو کې د دوو نورو کنفرانسونو په څېر او د نن ورځې د توکیو کنفرانس د افغانستان د انکشاف او پرمختیا په تاریخ کې د خود کفایۍ، سوکالۍ، سولې او ثبات په لور زموږ د هېواد په سفر کې اساسي رول لرلای شي.

حامد کرزي په هېواد کې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او دې ته په ټینګار سره چې د نړیوالې ټولنې مرستې باید د موجودو ګواښونو له مخې صورت ونیسي، وویل: له ټولو لاسته راوړنو سره سره، افغانستان لا هم زیان مننونکی دی، اقتصاد مو لا هم وروسته پاتې دی، خصوصي سکتور مو د ودې په ابتدایي مراحلو کې دی او ډېرو طبیعي منابعو مو لاهم لاس نه دی خوړلی. ښایي ډېرو کلونو ته اړتیا وي چې افغانستان به د نړیوالې ټولنې د دوامداره مرستو او همکاریو په اساس وکولای شي، په ځان باندې د متکي کېدلو او ثبات لپاره چې ددوی ډېر پخوانۍ غوښتنه ده، ورسیږي.

حامد کرزي د فساد په وړاندې په ګډې مبارزې باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: زه له هغه نوښت نه چې د حساب ورکولو د ګډې اډانې د رامنځ ته کېدو باعث کېږي او د تحول د لسیزې د همکاریو عمق تشکیلوي، هر کلی کوم.

جمهور رئیس په ملي شورا کې خپلې وینا ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو په فوق العاده غونډه کې چې د ۲۰۱۲ کال د جون په ۲۱مه جوړه شوه، ما ژمنه وکړه چې د خپلې پاتې دوه کلنې کاري دورې په ترڅ کې به د ښې حکومتدارۍ، حساب ورکونې او د بین المللي همکاریو د موثریت اړوند مسائل به جداً تقیب کړم.

حامد کرزي د افغانستان باثباته راتلونکې د سیمې د ثبات او سوکالۍ سره تړلې وبلله، زیاته یې کړه: په داسې حال کې چې له نړیوالې ټولنې سره دوه اړخیزې یا څو اړخیزې همکارۍ د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمې بلل کېږي، دا باید هېر نه شي چې په افغانستان کې د حقیقې سوکالۍ او ثبات لپاره زموږ نظر یوازې په یوه باثباته سیمه کې تحقق مومي.

جمهور رئیس د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د بهیر په اړه وویل: موږ باید د
امنیت د ټینګښت لپاره ټولې ممکنه هڅې تر سره کړو او دغه ملي بهیر بېرته نه راګرځېدونکی وګرځوو.

حامد کرزي په دې وینا کې د هېواد د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ، تمویل او تجهیز،د افراطیت او تروریزم له امله د رامنځ ته شویو ګواښونو، د افغانستان له پولو بهر د تروریستانو د باامنه پټنځایونو، د اساسي قانون په رعایت سره د مذاکرې او مصالحې د بهیر د چټکولو او په افغانستان کې د سولې په برخه کې د پاکستان د ملاتړ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

د جاپان صدراعظم یوشیهیکو نودا په دې کنفرانس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، موږ یوه لسیزه مخکې د یوه نوي افغانستان لپاره راغونډ شوو. هغه خلک چې له یوې اوږدې دورې جګړې او بېرانۍ وروسته د سولې خواته لاړل او موږ هلته حتی په ډېرو سختو شرایطو کې امیدوارۍ مشاهده کړې.

ده وویل: په افغانستان کې ملت جوړونې د پام وړ پرمختګ کړی دی او دا هېواد تقریبا داسې مرحلې ته رسېدلی چې یو ځل بیا د ټول افغانستان امنیتي مسؤولیتونه په غاړه اخلي.

د جاپان صدراعظم زیاته کړه: له شک پرته چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د راتلونکي انکشاف لپاره شرایط مساعد شوي دي. په داسې حالت کې موږ کولای شو چې د سولې او امیدوارۍ تخمونه وکرو تر څو په دې خاوره کې د بیارغونې غوټۍ په ثمر ورسیږي.

یوشیهیکو نودا دې ته په اشارې سره چې د جاپان خلک د بیارغونې له کلمې سره ځانګړي احساسات لري، وویل: له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ د هېوادونو له ملاتړ پرته د جاپان اقتصادي پرمختګ غیر ممکن و او دغه راز د تېر کال په مارچ میاشت کې د زلزلې له امله په خرابو شویو سیمو کې د نړۍ حمایت او هڅونې هم اهمیت درلود. ددغه ملاتړ له مثالونو څخه یو هم په بامیانو ولایت کې د خلکو راټولېدل وو چې له زلزلې وروسته یې د جاپان له خلکو سره خپله همبستګي اعلان کړه.

ده وویل: جاپان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه د افغانستان له بیارغونې
سره د خپلو دوامدارو مرستو ژمنه اعلانوي.
د ملګرو ملتونو سر منشي هم په دې کنفرانس کې خبرې وکړې او د افغانستان لپاره یې د شیکاګو او کابل کنفرانسونه با اهمیته وبلل او د توکیو د کنفرانس په اړه یې وویل چې نن ورځ موږ په یوه بله مهمه موضوع چې د افغانستان پرمختګ، د حکومتدارۍ لومړیتوبونه او انکشافي موخو ته د رسېدلو هڅې دي، تمرکز کوو.

ده همدا راز وویل: غواړم یو ځل بیا لکه چې په شیکاګو کنفرانس کې مې هم وویل چې موږ د نجونو د زده کړو د بهبود او په سیاسي برخه کې د ښځو د ډېرې ونډې لپاره هڅې کوو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د مسؤولیتونو د انتقال او په خپلو پښو باندې ولاړ
افغانستان په اړه وویل: د مسؤولیتونو انتقال د لنډمهاله اقداماتو په معنی نه
دی، موږ باید د افغانستان خلکو ته د ښه راتلونکې لپاره اوږدمهاله لرلید ورکړو
او هغه تشویش چې افغانستان یوازې پاتې کېږي، رفع کړو.

ده همدا راز وویل: موږ باید د افغانستان له خلکو سره په دوامداره توګه د امنیت د ټینګښت، ثبات او سوکالۍ لپاره ودرېږو.

--

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement