پوسټ کوډ ۵۰۹۷۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۳۹۱ ۱۰:۵۳

کندهار: د پنجوايي ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال ووژل شو

د کندهار چارواکي وايي، د دې ولایت د پنجوايي ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال ووژل شو.

د کندهار ولایت مقام نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې د مدني په نوم د طالبانو دغه قومندان تیره ورځ د ایساف ځواکونو په یوې هوايي حملې کې وژل شوی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار چارواکي وايي، چې د تیرې یوې اونۍ راهیسې په پنجوايي او ژیړۍ ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې په دغو دوو ولسوالیو کې پخوا هم څو څو ځلې ورته پوځي عملیات شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement