پوسټ کوډ 50745
نیټه خپرول: سه شنبه 6 چنګاښ 139114:48

په لوګر او میدان وردګ کې ۱۲ تنه طالب و

په میدان وردګ کې د دولت شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې تنه یې نیول شوي دي.

د دې ولایت د سید آباد ولسوال ډاکټر فضل کریم مسلم وایي، چې تیره شپه ناوخته څلور تنو وسله والو مخالفینو غوښتل د سالار سیمې په سرک باندې ماین ښخ کړي، چې د آیساف ځواکونو له خوا ووژل شول.

ویل کیږي، چې په دې پیښه کې د یو خصوصي امنیتي شرکت څلور تنو کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د یو بل خبر له مخې نن د لوګر مرکز پورې تړلې سیمه بخش اباد کې شپږ تنه وسله وال طالبان چې غوښتل یې په سړک ماینونه ښخ کړي د ناټو په هوایي برید کې ووژل شول.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement