پوسټ کوډ ۵۰۶۷۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۱ ۰۹:۳۲

بغلان کې څلور ټنه مهمات او نا چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي

د بغلان سیمه ایز امنیتي مسوولان وایي، چې څلور ټنه مهمات او نا چاودیدونکي مواد د سیمه ایزو پولیسو له خوا نن ترلاسه شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قومندان جنرال اسدالله شیرزاد خبریالانو ته وویل، چې دا مهمات په دهنه غوري ولسوالۍ کې له یوې مخروبې څخه ترلاسه شوي دي.

ده څرګنده کړه، چې په دې مهماتو کې د درنو وسلو ډول ډول ګولۍ شاملې دي او ټول د کارولو وړ دي.

ده وویل، چې د دې مهماتو او نا چاودیدونکو موادو د ځای پرځای کولو په تور لاتراوسه څوک نه دي نیول شوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement