پوسټ کوډ 5059
نیټه خپرول: شنبه 10 چنګاښ 139115:06

روسیه له افغانستان سره د نشه ایزوتوکو سره مبارزې ته چمتو ده

ایترتاس خبرې آژانس د راپور له مخې د روسيي له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د ادارې مرستیال ولایدیمیر کالاندا وویل مسکو چمتو دی له درستو قانوني اوزارونو په استفادې سره ، په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو له کر ،تولید او قاچاق سره د مبارزې لپاره د کابل له حکومت سره ملګرتیا وکړي .

نوموړې وویل له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د وخت نږدې کیدو ته په پام سره ، په دغه هیواد کښې له نشه ایزو توکو سره مبارزه خورا اهمیت لري .

د ملګرو ملتو د راپور له مخې په ۲۰۱۱ م کال کښې په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو تولید ۶۱ سلنه زیات شوی ، او د نشه ایزو توکو تجارت ددغه هیواد د کورنې ناخالص تولید ۱۵ سلنه جوړوي یعني دغه ناوړه تجارت د کال دوه ملیارډه او ۵۰۰ ملیونه ډالره ناخالص تولید جوړوي . په ۲۰۰۱ م کال کښې په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو تولید ۱۸۵ ټنه ؤ خو په ۲۰۱۱ میلادي کال کښې ۵۸۰۰ ټنو ته رسیدلی دی . په افغانستان د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو له یرغل راهیسې ، دغه هیوادپه نړۍ کښې د نشه ایزو توکو ستر تولیدونکی ګرځیدلی دی

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement