پوسټ کوډ ۵۰۵۳۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۱ ۱۰:۱۲

دلاوري: د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د کال۷ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري

تاند - د افغانستان بانک ريیس نن وویل چې پر هغو څلور ملیارده او سل ملیون ډالره سربېره چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لپاره پکار دي افغانستان د خپلې اقتصادي ودې لپاره د راتلونکې یوې لسیزې په مخه د کال شپږ ملیارده او اووه سوه ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان بانک ريیس نورالله دلاوري یو ځل بیا د افغانستان د حکومت دا اوږده غوښتنه تکرار کړه چې د نړیوالو مرستې دې د افغانستان د حکومت له لارې ولګول شي نه د نړیوالو موسسو په وسیله.

ده دا غوښتنه په داسي حال کې وکړه چې د راتلونکي جولای په اتمه یعني څه باندې دوې اوونۍ وروسته د جاپان په توکیو کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره نړیوال کنفرانس جوړېږي.

په داسي حال کې چې نړۍ له اقتصادي بحران سره مخامخ ده ګرانه ده چې نړیواله ټولنه دې دومره زیاتې مالي مرستې ته تیاري وښيي خو په دې کې شک نشته چې تر ۲۰۱۴ پوري د افغان امنیتي ځواکونو د تمویلولو ژمنه په غاړه اخلي.

د افغانستان د ټولې ۱۷ اعشاریه یو ملیارد ډالره ملې بوجې تر ۹۰ فیصده زیات له بهرنیو مرستو پوره کېږي خو په اروپا کې اقتصادي بحران، په امریکا کې د بودجې کسر او د افغانستان له نژدې یوولس کلنې جګړې سره د لوېدیځو هیوادونو د ولسونو د ملاتړ کموالي له افغانستان سره په خلاص لاس د مالي مرستو چانس کم کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان بانک ريیس ښاغلي دلاوري په یوه مرکه کې وویل :«ما د افغانستان د حکومت له وزیرانو څخه واورېدل چې د شپږو او ۹ ملیارد ډالرو ترمنځ مرستې ته اړتیا ده. زه فکر کوم موږ له پوځي لګښتونو پرته د کال شپږ ملیارده او اووه سوه ملیون ډالرو ته اړتیا لرو، دا یوازې اقتصادي مرسته ده چې باید له موږ سره وشي، او زموږ اقتصاد پرې ودې ته دوام ورکړي.»

نړیوال بانک د تېر کال په نومبر کې خبرداری ورکړ چې افغانستان به په ۲۰۱۴ کال کې له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له اقتصادي بحران سره مخامخ شي. نړیوال بانک اټکل کړی چې د افغانستان ملي بودجه به د کال ۷ ملیارد ډالره کسر ولري.

دلاوري وویل چې د افغانستان اقتصاد له ۲۰۰۱ را په دې خوا وده کړې او تمه ده چې د هیواد اقتصاد د کرنیزو پیداوارو د ښه والي په خاطر د کال ۷ اعشاریه ۴ فیصده وده وکړي خو د دې مانا دا نه ده چې مرستې دې ودرول شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement