پوسټ کوډ 50485
نیټه خپرول: دوشنبه 29 غبرګولی 139119:33

ایساف ځواکونه: اکثره طالب وسله وال سوله غواړي

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي چې اکثره وسله وال طالبان سولې ته لیواله دي.

د دغو ځواکونو ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن چې په افغانستان کې یې دنده پای ته رسیدلې نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیر یوه کال کې د طالبانو حملې کمې شوی، او د هغو طالبانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی چې د سولې له بهیر سره یوځآی شوی دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې خو له دې وړاندې یې ورته ادعاوې رد کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement