پوسټ کوډ ۵۰۴۶۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

ولسمشر کرزی د نایف بن عبدالعزیر په جنازه کې د ګډون لپاره مکې معظمې ته لاړ

ولسمشر حامد کرزی د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده نایف بن عبدالعزیز د جنازې په مراسیمو کې د ګډون لپاره مکې معظمې ته ولاړ.

ارګ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې افغان ولسمشر به په دې مراسیمو کې د ګډون تر څنګ د سعودي له پاچا سره هم وګوري.

۷۹ کلن شهزاده نایف بن عبدالعزیز د سعودي عربستان د وزیرانو د مجلس نائب او د کورنیو چارو وزیر و، چې تیره ورځ مړ شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement