پوسټ کوډ ۵۰۳۶۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۳۹۱ ۱۲:۰۹

افغان ولسمشر په کابل کې د اسیا زړه سیمه ایز کنفرانس په رسمي توګه پرانیست

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د اسیا زړه سیمه ایز کنفرانس په رسمي توګه پرانیست او هغه یي د افغانستان، سیمې او نړۍ ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره مهم وباله.

دا سیمه ایز کنفرانس، چې په کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو او سازمانو دوه څلویښتو پلاوو ګډون کړې، نن سهار د یوې ورځې لپاره په کابل کې پرانیستل شو.

ښاغلي کرزي وویل، چې په دې کنفرانس کې ګډون کوونکي ټول هېوادونه په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره باید هڅه وکړي او دا ځکه، چې د افغانستان امن د سیمې امن دې.

له ښاغلي کرزي وروسته د ترکیي د بهرنیو چارو وزیر وینا وکړه او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون پیغام ولوستلې شو.

ټاکل شوې، چې د دې کنفرانس نتایج نن ناوخته په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement