پوسټ کوډ 50354
نیټه خپرول: سه شنبه 2 غبرګولی 139112:00

حامدکرزی: دسیمې ښه راتلونکی د افغانستان په انکشاف اوپرمختګ پورې تړلی دی

د ه?واد جمهوررئيس په سيمه ک? د قزاقستان رول مهم وباله او ?ين?ار ي? وک? چ? د دوه ا?خيزو همکاريو په چوکا? ک? د افغانستان او قزاقستان ترمن? د ا?يکو پراختيا يوه ا?تيا ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرژن قزي خانوف سره په ارګ کې وکتل.

ښاغلي یرژن قزي خانوف په دغه کتنه کې وویل: د قزاقستان او افغانستان ترمنځ له
دیپلوماتیکو اړیکو څخه شل کاله تیریږي او قزاقستان غواړي له افغانستان سره
خپلې صادقانه اړیکې لا پراخې کړي ځکه چې افغانستان د دغه هېواد په بهرني سیاست
کې مهم ځای لري.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړ چې هېواد یې د افغانستان د امنیتي
ځواکونو له پیاوړتیا څخه ملاتړ کوي او د دغو ځواکونو د ځواکمنۍ لپاره د دوه
میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کوي.

حامدکرزي د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ناظر غړي په توګه له افغانستان
څخه د قزاقستان د ملاتړ له امله مننه وکړه او د سیمه ایزو همکاریو په پراختیا
باندې یې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د سیمې ښه راتلونکی دافغانستان په انکشاف
او پرمختګ پورې تړلی دی، هرڅومره چې افغانستان پرمختګ وکړي په هماغه اندازه به
د سیمې راتلونکی هم ښه شي.

د هېواد جمهوررئیس په سیمه کې د قزاقستان رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د
دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو
پراختیا یوه اړتیا ده.



حامدکرزي همداراز په دې باندې ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د افراطیت د له
منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي او د دغې ناوړې پدیدې پرخلاف خپله ګډه
مبارزه پیاوړې کړي.

په دغه کتنه کې همداراز د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د بغلان په ولایت
کې د وروستۍزلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې باندې خواشیني وښوده او په دې اړه یې د خپلې
خواخوږې مراتب څرګند کړل.

ده، همداراز د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ناظر په توګه د افغانستان د غړیتوب له امله حامدکرزي ته مبارکي وویله.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن
غرمه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له سکرتر جنرال اکمل الدین اوغلو سره
په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دې ترڅنګ چې د اسلامي هېوادونو په یووالي او یو
موټي توب باندې یې ټینګار وکړ، د سیمې د اقتصادي سوکالۍ او له تروریزم او
افراطیت سره د مبارزې لپاره یې د سیمه ایزو همکاریو پراختیا تر ټولو مهمه
وبلله.

ښاغلي اکمل الدین اوغلو وویل چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د
افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلانوي او د سولې د ټینګښت په لاره
کې د افغانستان د حکومت له هڅو څخه قدرداني کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement