پوسټ کوډ ۵۰۲۱۴
نیټه خپرول: جمعه ۱۹ غبرګولی ۱۳۹۱ ۲۰:۱۹

د اروپا د۲۰۱۲میلادي کال د فوټبال جام سیالۍ نن پیلیږي

د اروپا د۲۰۱۲ کال د فوټبال جام سیالۍ نن پیلیږي، د پولڼد او اوکراین مقامات چې هېوادونه يې په ګډه د دې جام د سیالیو کوربه دي هڅه کوي د هغو انتقادونو په وړاندې چې د اروپا د فوټبال د جام د کوربتوب په اړه پرې کیږي،مقابله وکړي.

د پولنډ صدراعظم په دې خاطر چې د نژادي تبعیض په اړه اندیښنې لري تیره ورځ د پارلمان له تور پوستې غړي جان ګودسن چې په نایجیریا کې زیږیدلی ،د غرمې ډوډۍ وخوړه.

دغه راز د اوکراین ولسمشر په یوې تلویزوني وینا پر خلکو غږ وکړ چې ددغو سیالیو پر مهال خپله میلمه پالنه وښيي.

د نن ورځې لومړنۍ مسابقې د چیک جمهوریت او روسېې او د پولنډ او یونان د فوټبال د ټیمونو تر منځ کیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement