پوسټ کوډ 50143
نیټه خپرول: چهارشنبه 17 غبرګولی 139115:07

حامدکرزي په کندهار کې تروریستي بریدونه وغندل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کندهار په ولایت کې هغه دوه پرله پسې ځان مرګي تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا وښته.

حامدکرزی په داسې حال کې چې د شانګهاي د همکاریو د سازمان د مشرانو په دولسمه غونډه کې د ګډون په خاطر اوس مهال د چین هېواد په پلازمېنه بجینګ کې دی، دغه بریدونه په کلکه غندي او هغه د ټولو انساني او اسلامي اصولو پرخلاف عمل او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بولي.

حامدکرزي وویل تروریستانو د ننیو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا دا ثابته کړه چې دوی دومره ذلیل شوي چې د بې ګناه ملکي وګړو د له منځه وړلو لپاره له هیڅ ډول ناوړه او شرمونکي عمل څخه هم ډډه نه کوي.
 
د کندهار ولایت د دفتر د معلوماتو له مخې د افغانستان د خلکو دښمنانو، نن د کندهار له ښار څخه د سپین بولدک ولسوالی ته پر غځیدلي لاره په هغه بازار کې دوه پرله پسې ځان مرګي تروریستي بریدونه ترسره کړل چې د مسافرینو لپاره د ډوډی خوړلو او دمې جوړولو په موخه جوړ شوی دی. په دغو بریدونوکې دوه ویشت تنه ملکي وګړي شهیدان او شاوخوا پنځوس نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان جمهوررئیس د دغو تروریستي بریدونو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږی او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement