پوسټ کوډ ۵۰۰۹۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۱ ۲۰:۱۰

پکتیا: د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې ۳ تنه وسله وال وژل شوي

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وایي، تیره شپه ناوخته ایتلافي ځواکونو د زرمت ولسوالۍ په یوه کور بمباري کړې؛ چې درې وسله وال مخالفین په کې وژل شوي دي.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه ازادي راډیو ته وویل؛ چې د دغو وسله والو کسانو وسلې هم ګډو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د ګلاب شاه په خبره په دې بمبارۍ کې د کور نورو غړو ته زیان نه دی اوښتی، ځکه د ده په خبره د کورنۍ غړو ته د لود سپیکر په وسیله مخکې له مخکې د وتو خبر داری ورکړل شوی وو.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement