پوسټ کوډ ۵۰۰۶۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

روسیه؛ د افغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون باید د ګاونډو لپاره تهدید نه وي

تاند - د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې خاص استازي پرون وویل، له بهرنیو هیوادونو سره د تړونونو او موافقو لاسلیکول د افغانستان د دولت حق دی، خو شرط دا دی چې دا کار د شاوخوا او ګاونډیو هیوادونو له ګټو سره په ټکر کې نه وي.

ضمیر کابلوف، چې افغانستان او پاکستان ته له سفره وروسته خبرې کولې، د روسیې له نړیوال انګلیسي ژبې تلویزیون «رشیه ټوډې» سره خبرې کولې، وویل:«دا د روسیې اصولي دریځ دی چې د هغه له مخې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون باید د نورو یا دریمګړو هیوادونو ګټې له خطر سره مخامخ نه کړي.

ده زیاته کړه،روسیه حاضردمه د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکېدو له لوري، چې پر اساس یې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور دوام کوي، کوم ګواښ نه ویني.



په ۲۰۱۴ میلادي کال له افغانستانه نړیوال ځواکونه وځي خو امریکا پلان لري چې یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي چې د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او یا یې روزنې ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د شمېر او څرنګوالي په اړه به د سږکال په پای کې د افغانستان او امریکا ترمنځ یو جلا سند لاسلیک شي.

ویل کېږي چې دا موضوع د هغې د حساسیت له کبله له ستراتیژیک

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement