پوسټ کوډ ۵۰۰۳۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۱ ۰۹:۰۳

خوست: د نړېوالو ځواکونو پر اډې په وسله واله حمله کې ملکیان هم زیانمن شوي

د خوست پولیس وايي، چې په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو پر پوځي اډه د جمعې د ورځې په حمله کې شپږتنه ملکي کسان زخمیان شوي دي.

د خوست د پولیسو مشر ګلاب جان ویلي: ″خوست ښار ته نږدې د نړیوالو ځواکونو د پوځي مرکز مخې ته د چاودیدونکو موادو یوه لارۍ الوزول شوې ده.″

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازي تیره اونۍ وویل، چې د ملکي تلفات ۷۹ فیصده د وسله والو طالبانو د حملو په ترځ کې رامنځ ته کیږي.

″یان کوبیس″ وویل، چې د روان میلادي کال د پیل په څلورو میاشتو کې ۵۷۹ ملکي وګړي د جګړې په ترځ کې وژل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement