پوسټ کوډ ۴۹۹۸۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۱ ۱۶:۵۸

د چک جمهوریت سرتیري به تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې پاتې شي

د چک جمهوریت د دفاع وزیر وایي، د هېواد عسکر به یې تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې پاتې شي.

الکساندر واندرا وویل، تر دوه زرو څوارلسم کال وروسته به چک جمهوریت د افغان ځواکونو په روزنې او تجهیز کې د افغانستان له دولت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه خبرې په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال جاوید لودین سره په کتنې کې وکړې.

د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې تیره ورځ په دې کتنې کې ښاغلی لودین د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخیدو غوښتنه وکړه.

چک جمهوریت په افغانستان کې ۷۲۰ عسکر لري، چک په لوګر ولایت کې پي ار ټي یا د ولایتي بیارغونې ډله هم لري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement