پوسټ کوډ ۴۹۸۲۴
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۳ غبرګولی ۱۳۹۱
۱۵:۴۵
- 0 څرګندونه
- چاپ
د لوګر په سلګونو اوسیدونکو نن د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه

د لوګر ولایت په سلګونو اوسیدونکو نن د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه او ادعا یې وکړه چې کوچیانو یې ځمکې غصب کړي دي.
مظاهره کوونکو د لوګر د ولایتي شورا رئیس عبدالولي وکیل او محمد نعیم کوچی تورن کړل، چې ځمکې یې د پیسو په بدل کې کوچیانو ته ویشي.
موږ هڅه وکړه، چې د مظاهره کوونکو د انتقادونو په اړه د لوګر د ولايتي شورا د رئیس عبدالولي وکیل او محمد نعیم کوچي نظر واخلو خو نه توانیدلو.
سرچینه: ازادی رادیو