پوسټ کوډ ۴۹۷۸۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۱ ۱۷:۵۴

په بامیانو کې پر یوې ودانۍ کې تاریخي اثار موندل شوي

د بامیان چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز کې پر یوې ودانۍ د کار په جریان کې سلګونه ډول سکې او بېلابېل ډول تاریخي اثار موندل شوي دي.

د بامیانو والي میرمن حبیبې سرابي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغو اثارو کې ۲۷۷ سکې، ۱۱ خټین ګړي، د فیروزې او لاجوردو یولس ډبرې او یو ډبرین بت شامل دی.

میرمن سرابي نن دغه اثار د د غه ولایت د پوهنې ریاست ته وسپارل او وې ویل چې څو ورځې مخکې موندل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement