پوسټ کوډ ۴۹۷۲۰
نیټه خپرول: شنبه ۳۰ غویی ۱۳۹۱ ۱۴:۰۱

د ننګرهار ولایت په لالپور ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار چارواکي وايي، چې د دې ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته په حمله کې څلور طالبان وژل شوي او زخمي دي.

د ختیځ زون د سرحدي پولیسو د ارکان رییس محمد ایوب حسین خیل ازادۍ راډوی ته وویل؛ چې طالبانو تیره شپه د سرحدي پولیسو پر پوسته حمله وکړه او په ځوابي حمله کې یو طالب ووژل شو او درې نور ژوبل شوه.

بل خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ادعا کړې، چې په دې حمله کې یې ۶ پولیس وژلي او ۹ نور ژوبل کړي.

خو ښاغلي حسین خیل دا ادعا رد کړه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement