پوسټ کوډ ۴۹۶۳۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۶ غویی ۱۳۹۱ ۱۱:۵۷

جمهور رئیس حامد کرزی آلمان ته په رسمي سفر روان شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن سهار د
یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جرمني او امریکا متحده ایالاتو ته په سفر
روان شو.

په دغه سفر کې به د هېواد جمهور رئیس د روان کال د غویي په ۲۷مه د آلمان له
صدراعظمې انګلا مرکل سره د افغانستان او آلمان تر منځ داوږد مهالو همکاریو
موافقتنامه لاسلیک کړي.

همدا راز د هېواد جمهور رئیس به په آلمان کې د خپل سفر په ترڅ کې ددغه هېواد د
بهرنیو چارو او د آلمان د پراختیایي همکاریو له وزیرانو سره وګوري او له دوی
سره به د افغانستان او آلمان تر منځ د همکاریو په لاټینګتیا او پراختیا خبرې
اترې وکړي.

جمهور رئیس حامد کرزی به له آلمان څخه امریکا ته روان شي او د ناټو په
سرمشریزه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو په شیکاګو کې جوړېږي، ګډون وکړي او
په دې مهمه غونډه کې به خپله وینا واوروي.

ددې سرمشریزې یوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې ده چې مشري یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیسان کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو
وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، د ملي
امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر
مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادی او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضی ملتیا
کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement