پوسټ کوډ ۴۹۵۹۷
نیټه خپرول: شنبه ۲ غویی ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

د ملا داد الله محاذ په نوم ډلې د ارسلا رحماني د ترور مسوولیت په غاړه واخیست

تاند - په داسي حال کې چې ذبیح الله مجاهد وايي چې د ارسلا رحماني په ترور کې هیڅ راز لاس نه لري د «ملا دادالله محاذ» په نوم یوې ناپېژندل شوې ډلې ادعا وکړه چې د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني دوی وژلی دی.

کابو دوه کاله مخکې یوې امریکايي ویبپاڼې د امریکا د استخباراتي سرچینو په قول د ملاداد اله محاذ د جوړېدو په اړه راپور ورکړی و او ویلي یې و چې دا ډله د طالبانو یوه څانګه ده چې د افغانستان په جنوب کې فعالیت کوي او اقدامات او تاکتیکونه یې القاعده شبکې ته ورته والی لري. د دې ډلې مشري د ملا عبدالقیوم ذاکر په غاړه ده چې پخوا په ګوانتنامو کې بندي و چې په ۲۰۰۷ میلادي کال له هغو کوریایانو سره په تبادله کې خوشي شو چې طالبانو په غزني کې یرغمل کړي ول.

ښاغلی رحماني پرون سهار د کابل په ده بوري کې هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې له کوره د افغانستان مشرانو جرګې ته لاړ شي. په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې ده غوښتل چې د رسنیو مرکز ته لاړ شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement