پوسټ کوډ 49584
نیټه خپرول: يکشنبه 24 غویی 139117:22

په افغانستان کښې د امریکا شتون،دسیمې آمنیت ګواښلی دی

له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کښې د امریکا و ځینو اروپايي هیوادونو پوځي شتون ، دسیمې د آمنیت پرضد ګواښونه زېات کړي دي .
د ایران د اسلامي شورا د بهرنې سیاست او ملي آمنیت د کمیسون مشر علا الدین بروجردي ، په تهران کښې د ناروي د خارجه وزا رت د سیاسي چارو له مدیر کاره آس په کتنه کښې په سیمه کښې د بهرنیو قدرتونوشتون د نا آمنۍ لامل وباله او ویې ویل په افغانستان کښې د امریکا او ځینو اروپايي هیوادونو پوځي شتون ، نه یوازې په سیمه کښې د ترهه ګرو فعالیتونو د کمیدا لامل نه دي شوي ،بلکه په افغانستان کښې یې د نشه ایزو توکو کر او تولید او خورا زیات کړی دی .
نوموړې وویل په سیمه کښې سوله ، ثبات او آمنیت د اسلامي ایران یو سیاست دی چې دغه چاره د سیمې د هیوادونو د ډله ایزو ملګرتیاؤ له لارې امکان لري .
بروجردي د مهمو نړیوالو موضوعاتو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو دوه ګونی چلند ، دسیمې د خلکو د کرکې لامل وباله او زیاته یې کړه لویدیځ هیوادونه باید د سیمې د خلکو فیصلو ته درناوی وکړي او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاس ونه وهي او د سولې له ټینګولو سره مرسته وکړي .
د ناروي د خارجه وزا رت د سیاسي چارو مدیر هم په افغانستان کښې د سولې او ثبات له ټینګولو سره د ایران د مرستو قدرونه وکړه .

سرچینه: پښتو رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement