پوسټ کوډ 49580
نیټه خپرول: يکشنبه 24 غویی 139116:20

حامدکرزي د ترکمن قوم له یو شمېر مشرانو سره وکتل

د ترکمن قوم یو شمېر مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو د افغانستان د اسلامي
جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې بیان
کړې.

په دغه کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، انجنیر محمد حسین صالح، سناتور
بایمراد، محمد امین فرهنګ او خلیفه صاحب قزل ایق د نورو په استازیتوب خبرې
وکړې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند له لاس لیک څخه
یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

په دې کتنه کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د میشتو ترکمنانو استازو په
خپلو سیموکې د برښنا، پوهنې، سړکونو، روغتیا، د اوبو د بندونو او د صنعتي
تولیداتو په برخه کې د موجودو ستونزو په باب د هېواد جمهوررئیس ته معلومات
ورکړل او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.

د ترکمن قوم مشرانو همدا راز د آمو او مرغاب د سیندونو د سواحلو د ټینګښت او
په دولتي اداروکې د ملي مشارکت پر بنسټ د دغه قوم د یو شمېر کادرونو د مقررۍ
غوښتنه وکړه.

حامدکرزي د هېواد د ترکمن قوم د ستونزو او غوښتنو له آوریدو وروسته هغوی ته
ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې دکابینې په غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره به یې
لازم اجراات ترسره شي.

د هېواد جمهوررئیس د افغانستان په حکومت کې د ملي مشارکت په اصل باندې د ټینګار
په ترڅ کې د ترکمن قوم له مشرانو سره ژمنه وکړه چې کادرونه به یې په
بیلابیلو دولتي اداروکې په دندو وګمارل شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement