پوسټ کوډ 49559
نیټه خپرول: شنبه 23 غویی 139118:22

حامدکرزی: د بامیانو او د جنوبي ولایتونو د برښنا په پروژو باندې دې کار ګړندی شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په یوه فوق العاده غونډه کې
چې په هغه کې د مالیې، اقتصاد او د انرژۍ او اوبو وزیرانو د برښنا شرکت
رئیس، د امریکې سفیر، د آسیا د پراختیایي بانګ استازي او یو شمېر نورو دونرانو ګډون کړی و،ټینګار وکړ چې د بامیانو او د جنوبي ولایتونو د برښنا په پروژو باندې دې کار
ګړندی شي.

په دغه غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوه، حامدکرزي په هېواد کې د برښنا
پروژو پر اهمیت باندې خبرې وکړې او د افغانستان د حکومت پر اړوندو چارواکو او
دونرانو باندې یې ټینګار وکړ چې دغه پروژوې دې رامخکې او پر هغو باندې دې کار
چټک کړي.

په غونډه کې له هراړخیز غور او بحث وروسته په دې باندې موافقه وشوه چې د کابل
له وارداتي برښنا څخه دې د پکتیا او لوګر ولایتونو ته د ۲۰۱۲ میلادي کال د اګست
په میاشت کې د برښنا د مزو د غزولو چارې پیل او د یو کال په ترڅ کې دې دغه
پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته دې وسپارل شي.

همدا راز د بامیانو د برښنا د پروژې، له کابل څخه کندهار ته د برښنا د مزي د
غزیدو او د هلمند دکجکي د برښنا د بند په اړه هم په دې غونډه کې خبرې وشوې او
پریکړه وشوه چې د بامیانو د برښنا د پروژې او دکجکي د برښنا د پروژو عملي کار
دې سږکال پیل او د یوکال په موده کې دې بشپړ شي.

حامدکرزي په دغه غونډه کې د افغانستان د حکومت اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه
چې د روان لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې دې د برښنا انرژۍ عمومي ماستر پلان
ګټې اخیستنې ته وړاندې او ټول دونران او د افغانستان د حکومت ټولې اړوندې
ادارې دې د هغه له مخې خپلې چارې عیارې کړي.

په غونډه کې همدا راز پریکړه وشوه چې د امریکا متحده ایالات به د کابل، لوګر
او پکتیا د برښنا د پروژې چارې د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې پیلوي او
د راتلونکي ۲۰۱۳ میلادي کال د اګست په میاشت کې به یې ګټې اخیستنې ته سپاري.

د بامیانو د برښنا د پروژې لپاره ټول شپږ میلیونه ډالره ژمنه شوې ده چې د اوبو
د وړو دستګاوو له لارې یو میګا واټ برښنا د آسیا د پراختیایي بانګ په پیسو د
افغانستان د برښنا شرکت او له کابل څخه کندهار ته د برښنا د مزي لیږد د امریکا
د پراختیایي ادارې لخوا په ممکن لنډ مهال کې ترلاس لاندې نیول کیږي.

په دغه غونډه کې د هېواد جمهوررئیس د برښنا پروژو د ظرفیتونو په لوړ والي
باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د حکومت اړوندې ادارې او دونران
باید په خپلوکې سره په بشپړې همغږۍ کې د پروژو ظرفیت او کیفیت په جدي ډول په
پام کې ونیسي او کومې ژمنې چې د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا له افغانانو سره
کیږي باید په ښه وجه او پر خپل وخت عملي شي.



ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement