پوسټ کوډ ۴۹۴۷۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۴ غویی ۱۳۹۱ ۱۵:۳۴

په خيبرپښتونخوا کې د يوه بس د نسکورېدو په پېښه کې ١٦ کسان مړه شوي دي

له پاکستان څخه رارسېدلي راپورونه وايي په خيبرپښتونخوا ايالت کې د يوه بس د نسکورېدو په پېښه کې تر ١٦ زيات کسان مړه شوي دي.

پوليس وايي د اسلام اباد په ٢٠٠ کيلومترۍ کې د کوهستان غرنۍ ولسوالۍ په کوز کاميله سيمه کې بس يوې درې ته نسکور شو.

د پوليسو يوه افسر مجيب الرحمن وويل په پېښه کې ١٦ کسان مړه شوي او تر ٢٠ زيات نور کسان ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي وضعيت نازک دى او ښايي د مړو شمېر زيات شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement