پوسټ کوډ ۴۹۴۶۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۴ غویی ۱۳۹۱ ۰۹:۱۴

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، افغانستان به له دې وروسته یواځې نه وي

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند لاسلیکول د سیمې هېوادنو ته دا پیغام ورکوي چې افغانستان به له دې وروسته یواځې نه وي، بلکې یو ستر قدرت به یي تر شاه ولاړ وي.

کراکر ټینګار وکړ، چې امریکا نه غواړي بیا د نویمې لسیزې اشتباه تکرار کړي.

په دې سند کې، چې د سې شنبې په ورځ ناوخته د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شو، له افغانستان سره د امنیت، ډیموکراسۍ د پیاوړتیا، اقتصاد او ځینو نورو برخو کې د امریکا له خوا د مرستو ژمنه شوې ده.

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement