پوسټ کوډ ۴۹۳۶۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۷ غویی ۱۳۹۱ ۱۵:۳۷

ناټو: په افغانستان کې زموږ ماموریت یوې مهمې مرحلې ته رسیدلی

د ناټو تړون وايي، په افغانستان کې د دوي ماموریت یوې مهمې مرحلې ته رسیدلی دی.

فرانس پریس اژانس د ناټو د یوه لوړ رتبه جنرال په حواله ویلي، چې له افغانستان څخه په تدریجي ډول د نړېوالو عسکرو د وتلو سره په یوه وخت کې، وسله وال د قوت د له لاسه ورکولو او افغان ځواکونه د پياوړي کېدو په حال کې دي.

د ناټو په مشرۍ د عملیاتو د قوماندانۍ مرستیال، بریتانوي جنرال ادریان برادشا د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د وسله والو حملې په تیرکال (۲۰۱۱میلادي) کې لس فیصده راکمې شوې وې.

دې بریتانوي جنرال هیله څرګنده کړه، چې د وسله والو حملې به تر ۲۰۱۴ کال پورې، چې له افغانستان څخه د نړېوالو عسکرو د وتلو وروستۍ نیټه بلل کېږي، په همداسې په کمیدو وي.

د ناټو د عملیاتو د قوماندانۍ مرستیال، پرون (چهارشنبه) د ویډيو له لارې له کابله خبریالانو ته وویل:

"موږ د خپل دې پروګرام په ترڅ کې مهمې مرحلې ته رسیدلي یو.

خپلو افغانو همکارانو ته د امنیتي چارو د مسولیتونو د سپارلو له پيل سره په یوه وخت، راته جوته شوې ده چې وسله وال تر فشار لاندې دي."

د فرانس په حواله، د ناټو دې بریتانوي جنرال ویلي دي، چې د روان پسرلي او د سږ دوبي په جریان کې، دوي د وسله والو د مقاومت د لا کمیدو په تمه دي، ده ویلي:

"سره له دې چې وسله وال طالبان تیره اونۍ وتوانیدل چې په کابل کې حملې وکړي، خو افغان امنیتي ځواکونو په خپل مټ او بریالتیوب مقابله ورسره وکړه."

جنرال ادریان برادشا ټينګار کړی دی، چې سره له دې چې وسله والو طالبانو پر کابل تقریبا په دوامدار ډول د حملو هڅه کړې ده، دا په تیرو اوو میاشتو کې د هغوي د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو لومړی بریالی اقدام وو.

دې جنرال زیاته کړې ده، چې په تیرو اوو میاشتوکې ۴۰۰ وسله وال چې په کابل کې یې د حملو پلان درلود نیول شوي او یا وژل شوي دي.

دده په وینا، له وسله وال مخالفت څخه د مخالفینو د رایستلو او په ټولنه کې د هغوي د جذب هڅې هم بریالۍ دی.

فرانس پریس اژانس وايي، چې د ډیسیمبر له میاشتې راهیسې په دې هڅو کې ۴۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی او د هغو کسانو شمېر چې له وسله وال مخالفت څخه یې لاس اخیستی دي پر ۴۰۰۰ تنو اوړي.

د ناټو د عملیاتو د قوماندانۍ مرستیال خبریالانو ته ویلي دي، چې د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پروسه په به پوره قوت پر ځای ده، خو دوي د فرانسې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایجو ته هم منتظر دي.

د فرانسې د جمهوري ریاست دانتخاباتو وروستۍ پایلې به په راتلونکو دوو اونیو کې اعلان شي.

د دې هېواد د جمهوري ریاست لپاره د سوسیالیستانو کاندید فرانسوا هلندي ویلي دي، چې که جمهوري ریاست وګټي، د روان میلادي کال تر پایه به خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement