پوسټ کوډ ۴۹۳۳۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ غویی ۱۳۹۱ ۱۸:۲۴

د ننګرهار په جلال اباد کې د سړي تښتوونکو یوه شپږ کسیزه ډله ونیول شوه

د ننګرهار چارواکي وايي، چې پولیسو نن په جلال اباد ښار کې د سړي تښتوونکو یوه شپږ کسیزه ډله ونیوله.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ را‌ډیو ته وویل، یو ماشوم چې د دې ډلې له خوا تښتول شوی و، هم ترې ازاد شوی دی.

د عبدالزي په وینا اختطاف کوونکو د دې ماشوم په بدل کې له کورنۍ څخه یې یو لکو پنځوس زره ډالر غوښتي و.

بل خوا د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې په هرات ولایت کې یې یو کس له پنځه دیرشو کیلوګرامه چاودیدونکو موادو سره نیولی دی.

ملي امنیت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې په دې ولایت کې یو بل کس چې د اختطاف په جرم په پنځو کلونو غیابي بند محکوم شوی و، هم نیولی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement