پوسټ کوډ ۴۹۳۳۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ غویی ۱۳۹۱ ۰۹:۴۴

بریتانوي چارواکو له ولسمشر کرزي سره د پاکستان پر رول خبرې وکړې

تاند - د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار او د افغانستان او پاکستان لپاره د لندن خاص استازي پرون په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول خبرې وکړې.

د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار کېم دارویچ او د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازي مارک سیډویل له افغان ولسمشر سره په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او د شیکاګو او توکیو د کنفرانسونو لپاره د افغانستان پر چمتووالي هم نظرونه تبادله کړل.

ټاکل شوې ده چې څه کم څلور اوونۍ وروسته په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي. دا سرمشریزه د لیزبون له سرمشریزې وروسته، چې د ۲۰۱۴ کال پای یې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله، د افغانستان د راتلونکي په باره کې تر ټولو مهم کنفرانس بلل کېږي.

د شیکاګو په کنفزانس کې به څو هیوادونه له افغانستان سره خپلې اوږدمهالې مرستې او ستراتیژیکې همکارۍ اعلان کړي او دغه راز به د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل ژمنې څرګندې شي.

ښاغلي کرزي د شیکاګو او توکیو په کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون لپاره د چمتووالي په باب د مالوماتو د ورکولو ترڅنګ وویل چې دواړه کنفرانسونه د افغانستان لپاره ډېر مهم دي.

د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار یو وار بیا د دې خبرې پخلی وکړ چې هیواد یې له افغانستان سره اوږدمهالو مرستو ته ژمن دی.

بریتانیا په افغانستان کې نژدې لس زره پوځیان لري چې اکثره په هلمند ولایت کې ځای پرځای دي. دې هیواد ویلي چې ممکن د راتلونکي(۲۰۱۳) کال په نیمايي کې له افغانستانه خپل حربي ځواکونه وباسي او د هلمند امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement