پوسټ کوډ ۴۹۲۱۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۳ غویی ۱۳۹۱ ۱۶:۱۸

امریکايي پوځیان د کابل په جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې عملیات پیلوي

راپورونه وايي چې په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته کابل ته د تللو لارو د یو مخ خوندي کولو لپاره د پلازمېنې جنوب او لوېدیځ ته د غځېدلو لارو په اوږدو کې پراخ عملیات پیلوي.

ویل شوي چې دا به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وروستي لوی عملیات وي ځکه چې دا ځواکونه د راتلونکي کال په نیمايي کې د حربي چارو ټول مسوولیتونه افغان ځواکونو ته پرېږدي او په خپله په تدریجي ډول وځي.

راپورونه وايي چې دا عملیات به، چې د امریکايي ځواکونو په مشرۍ ترسره کېږي، په راتلونکو څو اوونیو کې شروع شي.

دا حملې په کابل کې د طالبانو له هم مهالو بریدونو او له هغه وروسته د یوې بلې حملې لپاره د دوی د پلان له شنډولو وروسته ترسره کېږي.

تېره اوونۍ ګلف نیوز ورځپاڼې اټکل کړی و چې د امریکا په مشرۍ پسرلني عملیات به ژر پیل شي او ښايي دا د ناټو لپاره وروستی فرصت وي چې له افغانستانه د ډېر شمېر ځواکونو تر ایستلو مخکې د کابل دفاع ټینګه کړي.

ګلف نیوز وايي چې ناټو ته پکار ده چې په دې عملیاتو کې له ختیځ او لوېدیځ څخه کابل ته د مهمو غځېدلو لارو امنیت ته پام زیات کاندي څو په دې توګه د تجارتي مالونو او د خلکو او موټرو تګ راتګ اسانه او بې خطره شي.

راپورونه وايي چې د امریکا په مشرۍ په کېدونکو عملیاتو کې به د کابل په جنوب کې پکتیکا او پکتیا ولایتونه او په لوېدیځ کې غزني ته پام زیات وي. د امریکا او افغانستان پوځي چارواکو تراوسه پوري د دې احتمالي عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د ځینو راپورونو له مخې د غزني په هغو سیمو کې چې امریکايي پوځیانو بالونونه پورته کړي د طالبانو فعالیت صفر ته رسېدلی خو د دې ولایت لا هم زیاتې سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement