پوسټ کوډ ۴۹۲۰۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۳ غویی ۱۳۹۱ ۱۵:۲۹

په فرانسه کې نن د رایو ورکولو پروسه پيل شوه

فرانسویان د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د انتخاباتو په لومړۍ مرحله کې برخه اخلي.

د پاریس ښار یوې اوسیدونکې (وینسون بلادي) نن سهار د رایې ورکولو په مرکز کې وویل:

″زه غواړم چې رایه ورکړم خو ډیره هیجانه نه یم. په نهایت کې، د انتخاب چانس ډير پراخ نه دی او زړه نه زړه یم. هرڅوک به هغه چاته رایه ورکوي چې غوره یې ګڼي.

زیات شمیر فرانسویانو ویلي، چې د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان نه دي توانیدلي چې د ورځنیو ستونزو لکه بې کاري او اقتصادي مشکلاتو، د حل لپاره واضح پروګرامونه اعلان کړي.

تمه ده چې د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجې به نن د ماخوستن خواته اعلان شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement