پوسټ کوډ ۴۹۱۵۴
نیټه خپرول:
شنبه ۲ غویی ۱۳۹۱
۰۸:۳۶
- 0 څرګندونه
- چاپ
روسیې له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د ایستلو پر پلان نیوکه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ناټو پر دې پلان انتقاد وکړ چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري خپل ځواکونه له افغانستانه باسي.
ده وویل، نړیوال ځواکونه باید تر هغو په افغانستان کې پاتې شي چې د دغه هیواد د حکومت امنیتي ځواکونه د امنیت د یقیني کولو وړتیا پیدا کړي.
د روسیې د باندنیو چارو وزیر له لسو کلونو وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د ناټو مهالوېش ناسم وباله.
ناټو او امریکا غواړي چې راتلونکی کال د افغانستان د ټولو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري او خپل ځواکونه د جګړې له میدانه وباسي. دوی ویلي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به یې خپل ټول ځواکونه ایستلي وي.
امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لړۍ مخکې لا پیل کړې ده. تېرکال یې لس زره سرتېري وایستل او په پام کې ده چې سږکال ۲۳ زره نور وباسي.
لاوروف، چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنیو وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی و، وویل چې چین او د اسیا نور هیوادونه هم د ناټو د ځواکونو د ایستلو پر پلان اندېښمن دي.
د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو پرون او نن په بروکسل کې له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل او د امنیتي چارو د انتقال په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې د دوی پلانونه او له ۲۰۱۴ وروسته تر لسو نورو کلونو پوري د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مرستې راتلونکې مې میاشت د شیکاګو په سرمشریزه کې اعلان شي.