پوسټ کوډ ۴۹۱۵۲
نیټه خپرول: شنبه ۲ غویی ۱۳۹۱ ۰۸:۳۰

ضیامسعود وايي؛ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته کرزی له طالبانو سره ايتلاف کوي

د ولسمشر کرزي پخواني مرستیال او د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود پر حامد کرزي تور ولګاوه چې له طالبانو سره ټینګې اړیکې لري او که بهرني ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې ووتل له هغوی سره به لاس یو کړي.

ملي جبهه د شورای نظار له ځینو غړیو، د محقق د وحدت ګوند له څانګې او دغه راز د جنرال دوستم له ملي اسلامي جنیش څخه جوړه ده.

ضیا مسعود نن په کابل کې وویل، ښاغلی کرزی طالبان خپل وروڼه ګڼي، له طالبانو سره د ده د اړیکو سابقه له ۲۰۰۱ مخکې وخت ته رسېږي چې ده به له طالبانو سره یو ځای کار کاوه. کرزي، د سیمې هیوادونو او د تېلو لویو کمپنیو هماغه وخت د طالبانو د ډلې په جوړولو کې لاس درلود.

د احمدضیا مسعود اشاره یونیکال امریکايي کمپنۍ ته وه چې ویل کېږي په نوي یمه لسیزه کې یې د خلکو په وینا د شر وفساد په مقابل کې له طالبانو سره د دې لپاره همکاري کوله چې په افغانستان کې سوله او امنیت راولي او د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین وغځوي.
تاند- احمدضیا مسعود په داسي حال کې تور لګوي چې کرزی به له ۲۰۱۴ وروسته، چې بهرني ځواکونه ووځي طالبان په حکومت کې شامل کړي، چې د ده د ايتلاف تر ټولو مهم غړي، جنرال عبدالرشید دوستم د حج له سفره تر راګرځېدو وروسته په مزار شریف کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل، حاضر دی چې په خپله د طالبانو هرکلی وکړي.

خو احمد ضیا مسعود وویل، څوک چې نن سبا په افغانستان کې حکومت کوي هغه کسان دي چې تر ۲۰۰۱ مخکې یې له طالبانو سره خورا نژدې اړیکې لرلې، حتی د طالبانو سیاسي استازیتوب یې کاوه یا یې د دوی ترجماني کوله. له همدې کبله هرڅومره چې طالبان ظلمونه کوي او خلک وژني بیا هم اوسني مشران طالبانو ته وروڼه وايي.

احمدضیا مسعود په دې اړه څه ونه ویل چې د ده د ورور مرستیال او ځای ناستی د اوسني حکومت دوهم لوی واکمن دی.

ضیا مسعود دغه راز ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت دې ته اتنظار دی چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او دوی له طالبانو سره ايتلاف وکړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement