پوسټ کوډ 48934
نیټه خپرول: چهارشنبه 2 وری 139112:00

په کابل ښار کې سخته جګړه روانه ده

تاند - د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی تایید کړه چې د وسله والو سخت دریځو له لوري څلور حملې شوي. د ده په وینا دوې په کابل کې شوي خو دوې نورې په ننګرهار او لوګر کې شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تاند له پکتیا او خوست څخه هم د حملو راپورونه ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی د دغو حملو نور جزییات ورنه کړل.

د کابل ښار د مرکزي برخې په سیمو سیمو کې لږترلږه ۱۲ چاودنې وشوې او داسي ښکاري چې د دولت وسله والو مخالفانو د ښار پر خورا خوندي دیپلوماتیکه سیمه هماهنګې حملې پیل کړي وي.

د وزیراکبرخان مېنې له مختلفو سیمو څخه د ډزو اوازونه اورېدل کېږي. په دې ښار کې د بریتانیا د سفارت د خطر ږغ پورته شوی.

د جرمني د سفارت له څتګه هم د لوګي لوخړې اسمان ته پورته شوي او د راکټونو ګولیو شاوخوا ودانۍ لړوزولي دي.

د تاند له مالوماتو سره سم به وزیراکبرخان سره په یووخت په دارلامان کې هم حمله پیل شوې او وروستی خبر وايي چې پر حربي پوهنتون هم شدیده حمله شروع شوې ده.

له دې سره په یووخت ناتایید شوي راپورونه وايي چې په ګردېز، جلال اباد او خوست کې هم دې ته ورته بریدونه روان دي.

دا شېبه د ښار په مختلفو سیمو راکټونه لګېږي.


رویټرز خبري اژانس وايي چې یو راکټ پر هغه ودانۍ لګېدلی چې بریتانوي دیپلوماتان پکې اوسي. له ودانۍ لوخړې پورته کېږي خو د بریتانیا سفارت د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه ویلو ته نه حاضرېږي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي تاند ته وویل چې د زنبق په څلور لارې کې څلور چاودنې وشوې او ورپسې ډزې پیل شوې. د ده په وینا ټولې لارې بندې دي.

خبري اژانسونه وايي چې په ښار کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي.


د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي تاند ته وویل چې د زنبق په څلور لارې کې کابل سټار هوټل ته ځانمرګي ننوتل او هرې خوا ته ډزې کوي.

همداراز ولسي جرګې ته نېدې یوې نیم کاره ودانۍ ته ځانوژونکي ننوتي او له هغه ځایه پر ملي شورا او د روسیې پرسفارت ډزې کوي.

په ننکرهار کې د ولایتي بیارغونې پر مرکز برید شوی، په لوګر او پکتیا کې چاودنې شوي او د لوګرامنیتي مسوولین وايي چې بریدکوونکي د دې ولایت یوې ودانۍ ته ننوتي او هرې خوا ته ډزې کوي.

راپورونه وايي چې د کابل په مرکزي برخه کې وسله وال حمله کوونکي، د یوې لوړې ودانۍ سرته ختلي او هر لور ته د راکټونو ګولۍ وروي. د اکثرو ودانیو شیشې ماتې شوي او له ډېرو لوخړې او لوګي پورته کېږي.



د دې خبر نور تفصیل همدلته وړاندې کېږي.

د تازه خبر جزييات: رالېږنکی :محمد الله ارین احمدزی

څو شیبې وړاندې د کابل په زړه کې د زنبق له څلور لارې سره نيژدې او د ايران سفارت ته مخامخ د کابل سټار په نوم هوتل ته ځانمرګي بريد کونکي ننوتي دي او هرې خواته ډزې کوي. بلخوا ولسي جرګې ته مخامخ هم يوې نيمه کاره ودانۍ ته بريد کونکي ور د ننه شوي او د روسیې پر سفارت او ولسي جرګه شيندلې ډزې کوي، همدا ډول رپوټونه وايي چې په ننګرهار کې هم د ولايتي بيارغونې پر مرکز برید شوی دی، په لوګر او پکتیا کې هم د چاودنې رپوټونونه ورکول شوي دي. د لوګر امنيتي مسولينو ويلي دي چې بريد کونکي په دې ولايت کې هم يوې ودانۍ ته د ننه شوي او هرې خواته ډزې کوي. د نورو جزییاتو لپاره له موږ سره پاتې شی.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې بريد جنايت کارانو کړی دی او دی هم په هيواد کې د څلور پيښو پخلی کوي، دی وايي چې په غزني او ننګرهار کې چاودنې شوي دي، همدا ډول دوه نورې هم په کابل. صديق صديقي د تلفاتو په اړه ويلي دي چې تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نشته دي. تر دې دمه د دې بريد مسوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی. صديقي ډاډ ورکړ چې ډير ژر به حالات کابو شي. بلخوا نا تيد شوي رپوټونه وايي چې په څرخي پله کې پر ملي اکاډمي هم برید شوی دی خو صديقي د دې بريد پخلی ونکړ. صديقي په لوګر کې هم د يوې پيښې پخلی وکړ او ويې ويل چې دا پيښه په یوه ودانۍ کې چې حکومتي ده دوه تنه ترهګر پکې ور د ننه شوي دي. صديقي د پکتیا بريد هم تاييد کړی او ويې ويل چې دوه تنه ترهګر کوښښ کوي چې ځانونو ته انفجار ورکړي خو ويې ويل چې پوليسو کلابند کړي دي او بريد کونکي به هیڅ هم ونه شي کولای. مخکې طالبانو اعلان کړی و چې ډير ژر به دوی نوي عمليات اعلان کړي او دا عمليات به يې په نوي نوم وي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چې بريد يوه نيمه بجه د پکتيا پوهنتون ته مخامخ په يوه ودانۍ کې بريد کونکي ننوتي دي او ډزې کوي، دی وايي چې سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې. دی وايي پوليس کوښښ کوي چې چاته زيان وا نه وړي ځکه په دې ودانۍ کې محصلين هم ژوند کوي. ده د تلفاتو په اړه څه ونه ويل او يوازې دوه تنه ټپيان مني چې يو محصل او يو بزګر دی. دی د امنيتي ځواکونو د برلاسي ډاډ ورکوي. ده ډاډ ورکړ چې په سيمه کې ګڼه ګوڼه نشته.

سمون وايي چې تر اوسه د بريد په سيمه کې افغان ځواکونه برلاسي دي. بلخوا له لوګر څخه عيني شاهدان وايي چې په دې ولايت کې په هغه ودانۍ بريد شوی دی چې د دولتي چارواکو ناسته پکې روانه وه. ويل کيږي وسله والو په لوګر کې د کانونو رياست نيولی دی او پر ولايت، ملي امنيت باندې ډزې کوي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement