پوسټ کوډ ۴۸۷۵۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۰ وری ۱۳۹۱ ۱۹:۳۲

د سولې عالي شورا د مشر د ټاکلو اعلان وځنډېد

د سولې عالي شورا د مشر ټاکلو اعلان د نن لپاره وځنډېد.

په ارګ کې ځينو سرچينو وويل چې ولسمشر کرزي دغه اعلان له ځينو مشرانو سره د مشورو پر اساس ځنډولى او په دې برخه کې وخت ته اړتيا ده، خو راپورونه وايي چې د دې شورا د مشر د ټاکلو پر سر په ولسي جرګه او نورو کړيو کې اختلافات پيدا شوي دي.

د سولې عالي شورا پخوانى مشر برهان الدين رباني اووه مياشتې مخکې په يوه ځان وژونکي بريد کې ووژل شو. داسې اوازې دي، چې ښايي د هغه زوى صلاح الدين رباني د دې شورا مشر شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement