پوسټ کوډ ۴۸۶۵۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۷ وری ۱۳۹۱ ۱۶:۴۰

دفاع وزارت:د ملي درې سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

د دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د درېيو سرتېرو د وژل کېدو او د ٦ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت له خوا ازادۍ راډيو ته نن په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده،خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې ياد سرتېري په کومو ولايتونو او په څه ډول پېښو کې وژل شوي دي.

سرچينې دغه راز ويلي، چې د ملي اردو ځواکونو په بېلابېلو سيمو کې ٣٤ کړۍ ماينونه، سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي مواد او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement