پوسټ کوډ ۴۸۶۴۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۷ وری ۱۳۹۱ ۱۵:۴۵

ترکمن ولسمشر: د ټپي پروژې اجرا ته

تاند - د ترکمنستان حکومت نن اعلان وکړ چې د دغه هیواد ولسمشر قربان قلي بیردي ممحمد اوف د افغانستان د کانونو له وزیر وحیدالله شهراني سره په کتنه کې وویل چې د ډېرو عواملو او ګټو په خاطر ګڼ هیوادونه او کمپنۍ لېواله دي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د پایپ لاین د جوړېدو په پروژو کې برخه واخلي.

د ترکمنستان د حکومت په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې دواړو خواوو د انرژۍ د سیکتور پر اهمیت، په تېره بیا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د اوږدې نللیکې د پروژې د عملي اجرا په اړه خبرې وکړې.

دوی وویل چې حتی سره له اوسه دې پروژې، چې له اجرايي پړاوه ډېره لېري ده، د بهرنیو کمپنیو او هیوادونو ډېره توجه او لېوالتیا ځان ته اړولې ده او تیاري یې ښوولې چې د دې پروژې په جوړولو کې برخه اخلي. نو دا به د سیمې لپاره خورا مهمه وي.

دواړو خواوو په دې کتنه کې، چې په عشق اباد کې وشوه، د افغانستان او ترکمنستان د دولتونو ترمنځ د همکاریو د لرلید په باب نظرونه تبادله کړل، ویې ویل چې په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او بشري برخو کې د افغان- ترکمن دولتونو ترمنځ همکارۍ په وروستیو کې یوې نوې کچې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني ترکمن ولسمشر ته د ولسمشر کرزي پیغام ورساوه. په پیغام کې د افغانستان د حکومت او ولس له خوا د ترکمنستان له سوله غوښتونکو او رغنده پالیسیو خوښي ښکاره شوې او هغه د افغانستان د ستونزې د حل کېدو لپاره بلل شوي دي.

ترکمنستان د افغانستان یو له هغو ګاونډیو څخه دی چې تراوسه پوري یې د افغانستان په چارو کې هیڅ راز لاسوهنه نه ده کړې. دې هیواد هماغسي چې د طالبانو او متحدې جبهې(شمال ټلولې) د جنګونو په وخت کې د منځګړتوب هلې ځلي کولې هم اوس لېواله دی چې په افغانستان کې سوله راشي.

ترکمنستان اوس د افغانستان د شمال لوېدیځ یوشمېر سیمو ته پرېښنا ورکوي او په پام کې لري له افغانستان سره د ترانسپورت او د مالونو د انتقال په برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

که د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین جوړ شي، د دواړو خواوو ترمنځ به اړیکې لا زیاتې شي. دا پایپ لاین، چې د ترکمنستان له «فزیلکه» سیمې څخه پیلېږي او د پاکستان او هند تر پولي رسېږي، ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

د دې نللیکې په وسیله به د کال ۳۳ ملیارد مکعب متر ګاز ولېږدول شي. حاضر دمه د دې پروژې د اجرا لپاره د یوه نړیوال کنسورشیم پر جوړېدو او دغه راز مالي مسایلو په باب خبرې روانې دي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement