پوسټ کوډ 48597
نیټه خپرول: سه شنبه 15 وری 139119:41

د هالنډ کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان ټیم ته په څلورو منډو ماتې ورکړه

د دې لویې په لومړۍ ورځ پرون هالنډي لوبغاړو ۱۳۳ منډې جوړې کړې. د څلور ورځنیو سیالیو د معمول خلاف هالنډي لوبغاړي ژر وسوځېدل خو افغان لوبغاړي تر دوی هم ژر وسوځېدل.

افغان ټیم د خپلو ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره پرون کیپتان نوروز منګل ښه لوبه وکړه. ده ۶۷ منډې جوړې کړې.

عزت الله دولتزي او دولت ځدران د لوبې په لومړۍ پاڼۍ )یننګز) کې څلور- څلور هالنډي لوبغاړي وسوځول.

هالنډي لوبغاړي په دويمه پاڼۍ کې نهه لوبغاړي او یوولس زیاتې منډې لري.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement