پوسټ کوډ ۴۸۴۵۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ وری ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

په عراق کې د عربي ټولنې درې ورځنې غونډه نن په بغداد کې پیل شوه

په ۱۹۹۰ کال کې په کویټ د پخواني ولسمشر صدام حسین له حملې وروسته دا لومړی ځل دی، چې د عراق پلازمینه د دی ډول غونډې کوربه توب کوي.

ټاکل شوې، چې نن د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او سبا ته به دهمدې هېوادونو مشران په خپلو کې سره وویني.

تراوسه معلومه نه ده، چې د عربي ټولنې د دوه ویشت غړو هیوادونو څو استازو په دې غونډو کې ګدون کړی دی.

د عراق حکومت د دې غونډی لپاره جدي امنیتي تدابیر نیولي، خو تیره اونۍ د مارچ په شلمه نیټه په بغداد ښار کې په چاودنو کې له پنځوسو ډیر خلک ووژل شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement