پوسټ کوډ ۴۸۳۵۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۶ وری ۱۳۹۱ ۱۷:۳۸

د عربي ټولنې عمومي منشي بغداد ته ورسید


د کویټ خبري آژانس د رپوټ له مخې، د عراق د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې اعلان کړی چې د عربي ټولنې عمومي منشي، نبیل العربي نن له غرمې وروسته دعربي ټولنې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسید.
نبیل العربي له عراقي چارواکو سره ګوري او په بغداد کې د عرب مشرانو د راتلونکې غونډې په اړه او ددې غونډې د تابیاوو په اړه خبرې اترې کوي.
ټاکل شوې ده چې نبیل العربي به په دې سفر کې د عراق له ولسمشر، جلال طالباني او لومړي وزیر، نوري مالکي سره وګوري.
بغداد به د مارچ په ۲۹مه نېټه د غرب مشرانو د غونډې جوړبه وي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement