پوسټ کوډ ۴۸۳۳۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ وری ۱۳۹۱ ۱۲:۰۰

حامد کرزی نن له غرمې وروسته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي پ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن له غرمې وروسته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د درې ورځني سفر لپاره د تاجکستان هېواد ته روان شو.

په دې دری ورځني سفر کې به د هېواد جمهور رئیس د نوروز په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي او تر څنګ به یې د افغانستان- تاجکستان او ایران په دری اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

همدا راز جمهور رئیس حامد کرزی به د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه اییزو اقتصادي همکاریو په پنځم کنفرانس کې ګډون وکړي او خپله وینا به د کنفرانس برخه والو ته واوروي.

دغه راز د هېواد جمهور رئیس به په دغه سفر کې د افغانستان- تاجکستان- ایران او پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې برخه واخلي او په بېلابېلو برخو کې به د همکاریو د لاپراختیا او ټینګتیا په اړه خبرې اترې وکړي.

حامد کرزی به د خپل سفر په لړ کې د تاجکستان او پاکستان له جمهورو رئیسانو سره هم وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو اود علاقې وړ موضوع ګانو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ او صنایعو، کانونو، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیران، د ملي امنیت سلاکار ډاکټررنګین دادفر سپنتا، د جمهور رئیس ستر اقتصادي سلاکار ډاکټر شام
لال بتیجا، د بهرنیو چارو، اقتصاد، انرژۍ او اوبو او فواید عامې وزارتونو معینان او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ملتیا کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement