پوسټ کوډ ۴۸۳۲۶
نیټه خپرول: شنبه ۵ وری ۱۳۹۱ ۱۵:۴۳

افغانستان په پایلوبه کې له آیرلنډ سره مخامخ کېږي

تاند- د آیرلنډ د کرکټ پیاوړي ټیم د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو د غوراوي په سیالیو کې نن نامیبیا ته بده ماته ورکړه او ځان یې د دې تورنمنټ، چې په متحده عربي اماراتو کې روان دی، پایلوبې ته ورساوه.

افغانستان نامیبیا ته د ماتې له ورکولو وروسته د نړیوالو شل اوریزو سیالیو پایلوبې ته رسېدلی، حتي که نن یې پر آیرلنډ وبایلله بیا به هم په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د لوبېدو چانس ولري.

ایرلنډ نن نامیبیا ته په نهو ویکټونو په داسي حال کې ماتې ورکړه چې ۵۹ توپونه لا ورته پاتې ول.

د آیرلند له وروستیو بریالیتوبونو داسي ښکاري چې دا لوبډله خورا غښتلې ده او نن د افغانستان لپاره هم جدي خطر پېښولی شي خو د افغانستان چانس په دې کې دی چې د ایرلنډ ټیم له نامیبیا سره د نن سهار په مسابقه کې ځان ستړی کړی دی.

د افغانستان او آیرلند ټیمنونه به د اماراتو په وخت د مازدیګر په شپږ بجې، چې د افغانستان له شپږ نیمو بجو سره برابرېږي، میدان ته راووځي.

که افغانستان نن آیرلنډ ته ماته ورکړه د روان میلادي کال په پای کې په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې، چې په سریلانکا کې کېږي، له استرالیا او ویسټ انډیز سره مخامخ شي او که یې وبایلله له انګلستان او هندوستان سره به مخامخ شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement