پوسټ کوډ ۴۸۳۰۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳ وری ۱۳۹۱ ۰۸:۴۷

پاکستان نه غواړي چې طالبان پر افغانستان واکمن شي

د پاکستان استخباراتي اداره(آی ایس آی) له ډېرو وختونو راهیسي په دې تورنه ده چې د طالبانو ملاتړ کوي څو د دوی په وسیله په افغانستان کې ګوډاګی حکومت واک ته ورسوي او د پاکستان سیال هند په افغانستان کې د پښې ځای ونه لري.

خو له اسلام اباد څخه د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې خبریال راب کریلي په یوه راپور کې ویلي چې سږ کال (۲۰۱۲) د پاکستان ملکي حکومت په دې خاص ټینګار کړی چې باید د افغانستان مسله له سیاسي لارې اواره شي او د سیاسي حل د پروسې مشري د افغانانو په لاس کې وي.

راب کریلي وايي: اوس د پاکستان د آی ایس آی د مخکیني مشر ډګرجنرال شجاع پاشا د یوې مرکې جزییات څرګند شوي. په دې مرکه کې پاشا د افغانستان په باب ځیني پټې خبرې افشا کړي دي.

د هغې غونډې، چې د تېر کال په اپریل میاشت کې شوې وه، جزییات ستراتفور خصوصي استخباراتي کمپنۍ لیکلي او ویکي لیکس ویبپاڼې ته په لاس ورغلي دي. په دې مالوماتو کې ویل شوي چې آی ایس آی په دې بېرېږي چې که طالبان واک ترلاسه کړي د پاکستان امنیت ته به خطرناکې نتیجې ولري.

پاشا ویلي:«موږ نه غواړو چې طالبان پر افغانستان واکمن شي. موږ غواړو چې په افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت وي چې کورنۍ جګړه پای ته ورسولی شي، دې جګړې زموږ لپاره له مصیبت ناکې پایلې لرلي. البته طالبان به د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان کلیدي لوبغاړي وي، موږ هم فکر کوو چې طالبان د حقیقي سولې لپاره ضروري دي.»



راب کریلي لیکي: په اسلام اباد کې له حالاتو ښه خبر کتونکي وايي چې د پاکستان افغان پالیسي د تکامل او بدلون په حال کې ده.

د پاکستان امنیتي ځواکونه، چې په اتیایمه لسیزه کې یې له مجاهدینو او وروسته له طالبانو سره مرسته وکړه، په وروستیو کلونو کې چې ځینو سخت دریځو ډلو د خپلو توپکونو خولې د پاکستان لور ته واړولې، زیات تاوانونه او مرګ ژوبلې وزغملې.

د پاکستان پوځ تراوسه پوري پر شمالي وزیرستان د حملې لپاره د امریکا د فشار په وړاندې مقاومت کوي. په دې سیمه کې د جلال الدین حقاني شبکه مېشته ده او له همدې سیمې په افغانسنتان کې د دولتي تاسیساتو او بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه پلانوي.

ډګرجنرال پاشا په مرکه کې ویلي چې د پاکستان پوځ غواړي چې د شمالي وزیرستان لور ته وخوځي، خو لا هم هڅه کوي چې د شمالي وزیرستان د شاوخوا سیمو امنیت ټینګ کاندي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement