پوسټ کوډ ۴۸۱۵۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۳ کب ۱۳۹۰ ۱۶:۴۰

د سالنګونو لویه لار د احتمالي برف کوچونو له وېرې د څلورو ورځو لپاره تړل شوې

د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي، چې په دې لویه لار کې د واورو د ښویدو او نورو احتمالي برف کوچونو له ویرې د څلورو ورځو لپاره دا لار د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د سالنګونو د ساتنې مسوول جنرال رجب ازادي راډیو ته ویلي، چې دا لویه لار یې له تېرې ورځې راهیسې تړلې ده.

نوموړی وایي، چې تیره ورځ په سالنګونو کې دېرش ځایه واوره را ښویدلې، چې دوه کسه یې وژلي او یو بل تري تم دی.

نوموړي ویلي، تر هغه پورې، چې د رسنیو له لارې د لارې د پرانیستو خبر نه وي خپور شوی، خلک دې له دې لارې د تګ اراده نه کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement