پوسټ کوډ 48112
نیټه خپرول: دوشنبه 22 کب 139009:35

۱۶ تنه د دولت وسلوال مخالفین ژوندی نیول شوي دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د شپږو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، کونړ،کندهار ،هلمند ،خوست او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول ، د یادو عملیاتو په لړ کي دري تنه ددولت وسلوال مخالفین ووژل شول، دري تنه ټپیان او ۱۶ تنه یی دملی پولیسو له لورې ژوندي نیول شوي دي .

په یادو عملیاتو کې ۹۰۰ کیلوګرامه نشه ئی توکې ، ۲۰ میله بیلا بیل ډوله وسلې، ۵ قبضی راکټ اچونکې ،دري میله پیکا ،۶ عددشاژورونه،۵۶ قبضی لاسی بمونه ،۲۵کړي ماینونه ،۶۹ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې، دوه عرادی موټر سایکلونه او یوعراده موټر شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.


دیادونی وړده چې دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه او دري ډزه د درنو وسلومرمې چې د افغانستان دخلکو د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د لوګر او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو د یادو ولایاتو د ملی پولیسو له لورې کشف او شنډ شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement