پوسټ کوډ ۴۸۰۲۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۸ کب ۱۳۹۰ ۱۷:۵۱

په میدان وردګو ولایت کې د ښځو نړیواله ورځ دیولړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

هغه غونډه چې له همدې امله جوړه شوې وه پکې دولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره ، دولایتي شورا غړو، دسولې دفتر مسولینو، دامنيې قوماندان مل پاسول عبدالقیوم باقي زوی، دملي امنیت ریس سالارزي، قومي مشرانو،دیني علماوو او ددې ولایت سل ګونو ښځو پکې برخه درلوده.

غونډې ته دښځو چارو سرپرستې اغلې دینا د ښه راغلاست ترڅنګ دښځو چارو وزیرې حسن بانو غضفر پیغام ګډونوالو ته ولوست چې په نوموړې پیغام کې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالي په کلکه غندل شوې ا وهمدارنګه په ټولنه کې دښځو په ځواکمنتیا او دنارینو سره په مساوي ونډه اخیستنې ټینګار شوی وو.

ښاغلي محمد حلیم فدایي داسلام مبارک دین له نظره د ښځو ونډې ته په اشارې وویل چې د ښځوپه اړه په قرانکریم کې ځانګړې سورتونه نازل شوې او همدارنګه دنړۍ تر ټولو غوره اوبه (شفاء) زم زم هم د حضرت ابراهیم علیه سلام دمیرمنې بي بي هاجرې دویناء محصول دی چې دا ددې ښکارندوۍ کوي چې ښځې ونډه په اسلامي شریعت او انساني ټولنه کې دپام وړ ده چې همدغو ښځو پیغمبران او دنړۍ ستر خلک زیږولي ، ښاغلي فدایي په نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه چې د ښځو په اړه دحقونو ترنامه لاندې شعارونه دافغاني کلتور سره سم اړخ نه لګوي یوازې دنوموړو ویناوې د شکلیاتو او تر شعارونو پورې وي خو دښځو دځواکمتیا لپاره یې اساسي ګامونه د افغاني ټولنې د کتلور سره ندې اخیستې، نوموړې دنړیوالې ټولنې وغوښتل چې دپوهې ، حرفوي زده کړو او ښځو داقتصادي ودې په برخه کې دی د لرې پرتوښځو لپاره چیرته چې هغوۍ دسیمه ایزو دودونو له امله نشې کولای تر کوره بهر شي په لاره واچوي او همدارنګه نوموړې دښځو دعامه پوهاوي پرځای د کورنیو او نارینو په پوهولو باندې ټینګار وکړ پدې صورت کې چې نارینه دښځو په حقوقو پوهه شي خپله دښځو دیني حقونه خوندي کیږي او که یوازې ښځې دخپلو حقونو په اړه پوهاوی ولري او کورنۍ او نارینه پرې ونه پوهیږي نو دلته دښځو او د دوۍ دکورنیو ترمنځ شخړې رامنځه کیږي او خوږ ژوند یې په کړاوونو بدلیږي، ښاغلي والي په خپلو خبرو کې په دې ولایت کې دښځو دغښتلتیا په اړه اخیستل شوو ګامونو څخه خوښې وښوده خو ترسره شوي کارونه یې کافي ونه وبلل او پدې برخه کې یې دخپل ترلاس لاندې پروګرامونو څخه یادونه وکړه .

دترکيي ولایتي بیارغاونې ډلې مشر ښاغلي مظفر د ترکي دمسلمانو ښځو په استازیتوب دمارچ اتمه ټولو ښځو ته دخوښیو ډکه ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې زه پدې اند یم چې افغانې تکړه میرمنې دنړۍ تر ټولو ښځو غښتلي دي او باید لا زیاته پاملرنه ورته وشي.

وروسته په وار سره دسولې ولایتي کمیسیون غړې او افغان خویندو بهیر مشرې اغلې حمیرا حقمل، په ولایت کې فعالې میرمنې اغلې پښتنې احدي او روڼ اندي محمد اسحاق دقیق په وار سر ه دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت او په ټولنه کې د دوۍ په ونډې هر اړخیزه خبرې وکړې خو

ددې سره سره یې له ښځو وغوښتل چې د ویناوو پرځای خپلو چارو ته دعمل جامه ورکړي ، نوموړو له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دهغو ښځو ژوند د ښوالي لپاره داسې پروګرامونه طرحه کړي تر څو هغه ښځې چې په کلیو او بانډو کې اوسیږي پدې وتوانیږي چې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.

وروسته د ولایت والي، امنيې قوماندان ، دسولې ولایتي دفتر او ترکيې ولایتي دفتر لخوا برابرې شوې ډالۍ او تحفې راغلو ښځو ته پدې موخه ورکړې چې دښځو په برخه کې یې سترې لاسته راړونې درلودې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement