پوسټ کوډ ۴۸۰۰۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ کب ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

جمهور رئیس حامد کرزي د برېتانیا له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

ويليم پتي په افغانستان ک? د بر?تانيا د سفير په تو?ه له خپل ماموريت ?خه خو?ي ?ر?نده ک?ه او په د? دوره ک? ي? د افغانستان د خلکو د همکاريو له امله مننه وک?ه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د بریتانیا له سفیر ویلیم پتي سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په دې کتنه کې چې تېر ماښام په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د افغانستان او برېتانیا تر منځ د همکاریو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي پتي خدمتونه د قدر وړ وبلل او هغه ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله
وکړه.

ویلیم پتي په افغانستان کې د برېتانیا د سفیر په توګه له خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه او په دې دوره کې یې د افغانستان د خلکو د همکاریو له امله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ښاغلی ویلیم پتي په افغانستان کې د ۲۰۱۰ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې د برېتانیا سفیر و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement