پوسټ کوډ ۴۷۹۹۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۷ کب ۱۳۹۰ ۱۲:۴۴

د کندهار په سپین بولدک سیمه کې چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کندهار چارواکي وایي نن شا او خوا یولس بجې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټرسایکل بم چاودنه وشوه، چې څلورتنه په کې ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې یوازې يو پولیس وژل شوی او پاتې وژل شوي او ټپيان ټول عام وګړي دي.

نوموړي وویل، چې دغه چاودنه د پاکستان پولې ته نږدې د ریموډ کنټرول په وسیله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې چاودنه کې د یوه ماشوم او یوې میرمنې په ګډون څلورتنه وژل شوي او نهه تنه نورټپیان شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دی پیښې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement