پوسټ کوډ ۴۷۹۲۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۴ کب ۱۳۹۰ ۱۹:۴۷

د حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه


د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د هېواد عمومي حالت، د بګرام په پوځي مرکز کې قرآن عظیم الشان ته د سپکاوي د پیښې په غبرګون کې د رامنځته شویو پیښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او  عامه شتمنیو ته د رسېدلو زیانونه عوامل وڅیړل شول.

د ملي امنیت شورا په غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوه، په هېواد کې وروستیو پیښو ته په پاملرنې سره په دې باندې ټینګار وشو چې د هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي امنیت د لا ښې ساتنې په موخه د وسله وال پوځ د پرسونل ترمنځ د هېواد پالنۍ د لوړې روحیې د رامنځته کولو لپاره دې عقیدتي او فرهنګي کار ته پراختیا ورکړل شي.

په دغه غونډه کې همدا راز په دې باندې هم ټینګار وشو چې د وسله وال پوځ بنسټونه دې د خپل پرسونل ترمنځ پرعقیدتي او فرهنګي کار سربیره له ټولو هغو ممکنو لارو چارو څخه په استفادې سره داسې تدبیرونه ترلاس لاندې ونیسي چې د افغانستان د خلکو دښمنان ونه شي کولای په هېوادکې په ورانکارو فعالیتونو لاس پورې کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement